کرينه کپور: انسان چې په ژوند کې څه غواړي، هماغه ورته رسېږي

د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې کرينه کپور خان د خپل يو پخواني فلم (جب وي مېټ) يو عکس خپور کړى دى او د دغه فلم يادونه يې له مينه والو سره شريک کړي دي.

(جب وي مېټ) فلم له نن څخه ١٣ کاله مخکې د ٢٠٠٧ کال د اکتوبر په ٢٦مه نېټه نندارې ته وړاندې شوى و، چې دا فلم ډېر کامياب شو او د کرينه کپور په شهرت کې يې مهم کردار ادا کړ.

په دې فلم کې له کرينه کپور خان سره مشهور اداکار شاهد کپور کار کړى و او د فلم ډايريکټر امتياز علي و. په دې فلم کې کرينه کپور د يوې داسې نجلۍ رول لوبولى و، چې ډېرې زياتې خبرې کوي، په نن ورځ کې ژوند کوي، د سبا ورسره هېڅ فکر نه وي او ډېره بېباکه وي.

دا هغه فلم و، چې د کرينه کپور اداکاري پکې خلکو ډېره خوښه کړه او د لومړي صف اداکارانو په کتار کې يې ودروله.

د دې فلم د ١٣ کلونو په پوره کېدو، نن په انسټاګرام اکاونټ کې کرينه کپور خان د دغه فلم يو پخوانى عکس خپور کړى دى. په دې عکس کې کرينه کپور، شاهد کپور او امتياز علي ښکاري، چې د کومې صحنې له ثبت وروسته ياده صحنه ګوري.

کرينه کپور له دې عکس سره په کېپشن کې ليکلي دي: ((زه فکر کوم چې په ژوند کې انسان په رښتيا څه غواړي، په اصل کې ورته هماغه څه رسېږي.))

همدا راز په هشټاګ کې يې د جب وي مېټ ١٣ کاله ورته ليکلي دي او شاهد کپور او امتياز علي هم په دې پوسټ کې ټېګ کړي دي.

دا فلم چې په ١٧٠ ميليونه هندي کلدارو جوړ شوى و، ٧١٠ ميليونه هندي کلدارې يې وګټلې، همدا راز دې فلم نه يوازې دا چې د خلکو زړونه وګټل بلکې ٢١ جايزې يې هم وګټلې.

 

کاپي هنرستان…