کرينه کپور: داسې څه نشته چې ښځې يې نه شي کولى

اتم مارچ، د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې کرينه کپور خان د خپل نوي زېږېدلي زوى سره يو عکس خپور کړى دى.

نوموړې دا عکس په انسټاګرام اکاونټ کې خپور کړى دى او ليکلي يې دي، چې داسې هېڅ شى هم نشته، چې ښځې يې نه شي کولاى. همدا راز نوموړې ښځو ته د ښځو نړيوالې ورځې مبارکي هم ليکلې ده.

کرينه کپور خان چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې يې دويم ماشوم زېږولى دى، داسې ښکاري چې دا يې له خپل دويم زوى سره لومړنى عکس دى، چې خپور کړى يې دى، خو په دې عکس کې د هغه د زوى څېره نه ليدل کېږي.

د کرينه کپور خان دا عکس چې يو ساعت مخکې يې په انسټاګرام کې خپور کړى دى، تراوسه پورې ٤٢٦ زره کسانو خوښ کړى دى او زرګونه کسانو پرې کمنټونه هم کړي دي.

د يادولو وړ ده چې نن په ټوله نړۍ کې د ښځو نړيواله ورځ، اتم مارچ لمانځل کېږي، چې د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم دا ورځ لمانځلى شي.

کاپي…