کرينه کپور: رنبير کپور زما تر ټولو ښه ورور دى

په هندي سينما کې د (بېبو) په نوم مشهورې کرينه کپور د هندي فلمونو مشهور هنرمند رنبير کپور خپل تر ټولو ښه ورور وګڼلو او هغه ته يې د کليزې مبارکي هم ورکړه.

کرينه کپور خان د رنبير کپور د ٣٨مې کليزې په ورځ د عکسونو او ويډيوګانو خپرونکي اپليکېشن انسټاګرام کې د هغه د کوچنيوالي يو عکس خپور کړ او ورسره يې د خپلې ترور ريما جاين عکس هم خپور کړ.

د رنبير کپور سره د خپلې ترور د عکس يو ځاى خپرولو لامل دا دى، چې دا دواړه په يوه ورځ پېدا شوي دي او نن د دواړو کليزه ده.

کرينه کپور له دې عکسونو سره په کيپشن کې ليکلي دي: ((دا ډېره حېرانوونکې ده چې دا دواړه ستر شخصيتونه، چې د ښه او لوړ فکر خاوندان دي، په يوه ورځ زېږېدلي دي.))

نوموړې خپلې ترور او رنبير کپور ته د کليزې د مبارکۍ پر مهال ليکلي: ((ريما جاين زما تر ټولو شه ترور او رنبير زما تر ټولو ښه ورور دى.))

د کرينه کپور خان دا پوسټ په ٩ ساعتونو کې تر ٣٠٩ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى او همدا راز سلګونو کسانو پرې کمنټونه کړي دي، چې دواړو ته يې د کليزې مبارکي هم ويلې ده.

 

د يادولو وړ ده چې رنبير کپور په ١٩٨٢ کال کې د سپتمبر په ٢٨مه نېټه زېږېدلى دى او نن يې ٣٨مه کليزه ده. هغه د هندي سينما د دوه مخکښو هنرمندانو رشي کپور او نيتو سينګ په کور کې زېږېدلى و.

د رنبير کپور او کرينه کپور پلرونه بيا وروڼه دي او دا دواړه د يوې کورنۍ څخه دي. دا کورنۍ چې د کپور کورنۍ په نوم په هندي سينما کې مشهوره ده، دا يې څلورم نسل دى چې په فلمونو کې کار کوي.

کاپي هنرستان….