کرينه کپور: سېف علي خان د تاريخ تر ټولو ښايسته بدمعاش دى

کرينه کپور خان د خپل خاوند د راتلونکي فلم (اديپورش) يو عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى او په رسمي ډول يې اعلان کړى دى، چې په (اديپورش) فلم کې به د هغې خاوند د بدمعاش رول لوبوي.

 

کرينه کپور خان له دې عکس سره ليکلي دي: ((تاسې ته د تاريخ تر ټولو ښايسته ويلن درپېژنم، هغه زما سړى سېف علي خان دى)).

 

سېف علي خان چې په ټولنيزو رسنيو کې فعاليت نه کوي، خو د هغې مېرمن کرينه کپور خان او لور سارا علي خان بيا په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې فعاله دي.

سېف علي خان د (اديپورش) په نوم فلم کې د ويلن رول لوبوي، چې په دغه فلم کې د اتل رول مشهور هنرمند پراباس ترسره کوي. پراباس هم په دې تړاو په خپل يو پوسټ کې ليکلي و، چې ٧٠٠٠ کاله پخوانۍ کيسه باندې جوړېدونکي فلم (اديپورش) کې به سېف علي خان د هغه پر وړاندې ولوبېږي.

 

دا د فلم جوړونکو اوم راوت او بوشن کمار سره د سېف علي خان دويم فلم دى، تر دې مخکې سېف علي خان د دوى په فلم (تاناجي: د انسنګ وارير) کې هم د ويلن رول لوبولى و، چې هغه هم يو تاريخي فلم و او اجى دېوګن پکې د اتل رول لوبولى و.

سېف علي خان په دې تړاو له بالي ووډ ټايمز سره په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه ډېر خوشحاله دى چې يو ځل بيا له بوشن کمار او اوم راوت سره په يوه ګډ فلم کې کار کوي. نوموړي زياته کړه، د دوى د کار کولو انداز ډېر جدا دى او ډېر نوي څه به په دې فلم کې هم زده کړي.

 

د يادولو وړ ده چې (اديپورش) فلم په څو ژبو کې جوړېږي. دا فلم به په هندي او تيلګو ژبو کې جوړ شي، چې وروسته به د تامل، مليالم او کناډا ژبو ته هم دوبله شي.

د دې فلم ثبت تراوسه پورې نه دى پيل شوى او د ثبت څخه مخکې کارونه يې روان دي، چې ويل کېږي ښايي په ٢٠٢١ کال کې يې ثبت پيل شي او په ٢٠٢٢ کال کې به بيا نندارې ته وړاندې شي.

کاپي…