د بنګله دېش په کوربه توب د ۲۰۱۸ کال ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې پیل ښه وکړ.
افغان لوبډلې د دې سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.
دې لوبه کې لومړی توپ وهنه اماراتو لوبډلې وکړه، ۴۳،۵ اورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۴۱ منډو هدف ورکړ.
توپ اچونه کې قیس احمد ۴، ریاض حسن او عضمت الله عمرزي یوه یوه ویکټ واخيسته.
افغان لوبډلې یاد هدف ۲۷ اورونو کې د ۵ ویکټو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۵ ویکټو او ۱۳۸ توپونو په شتون کې وګټله.
عضمت الله عمرزی د ۵۰ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ شنبه پیل او د اکتوبر تر ۷مې نیټې پورې به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د پاکستان، بنګله دېش، هندوستان، سریلانکا، اماراتو، نیپال او هانګ کانګ لوبډلې په دوه ګروپونو کې لوبیږي.
افغان لوبډله یې په الف ګروپ کې ده او خپله دویمه لوبه به د دوشنبې په ورځ له نیپال لوبډلې سره ترسره کړي.
نصرت الله عمرزی