د بنګله دېش او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دویمه ټېسټ لوبه کې بنګله دېش لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه.
د محمد الله په ښې توپ وهنې سره یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدا ۵۰۸ منډې وکړې.
محمد الله ۱۳۶، شکیب الحسن ۸۰ او شادمن اسلام ۷۶ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې.
ویسټ انډیز لوبډله د مهدي حسن میراز د ښې توپ اچونې له امله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۱۱ منډو او تعقیبي یا فالون آن پاڼۍ کې په ۲۱۳ منډو اوټ شوه، چې د بنګله دېش د یوې پاڼۍ توپ وهنې منډې یې هم پوره نه کړې او لوبه یې د ۱۸۴ منډو په توپیر وبایلله.
مهدي حسن په لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې ۷ او دویمه کې یې ۵ ویکټې واخیستې، چې لوبډلې په بریا کې یې ستر رول دلود او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د بنګله دېش په کوربه توب همدا دوه ټېسټ لوبې پلان شوې وې، چې دواړه بنګله دېش وګټلې او لوب لړۍ یې په خپل نوم کړه.
ټاکل شوې، د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ یې د ډیسمبر په ۹مه نېټه پیل شي او له هغه وروسته به درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي.
خبریال : نصرت الله عمرزی