کرکت: درې اړخیز سیریز کې ویسټ انډیز ایرلینډ ته ماتې ورکړه

د ایرلینډ، ویسټ انډیز او بنګله دېش کرکت ملي لوبډلو ترمنځ په درې اړخیز سیریز کې ویسټ انډیز ایرلینډ په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

ایرلینډ لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۲۸ منډو هدف ورکړ.

بلبرني ۱۳۵ او سټرلینګ ۷۷ منډې وکړې.

ویسټ انډیز لوبډلې د امبریس په ښې توپ وهنې سره یاد هدف د پنځه لوبغاړو په زیان سره ۴۸م اور کې پوره کړ.

سونیل امبریس ۱۴۸ منډې وکړې، د نوموړي دا څلورمه لوبه او لومړۍ سلیزه وه.

په روان سیریز کې به سبا ویسټ انډیز لوبډله له بنګله دېش سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

خبریال: نصرت الله عمرزی