د سویلي افریقا او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه یو ورځنۍ لوبه هم د افریقا لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
سریلانکا لوبډلې ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۵ وکړې.
توپ وهنه کې مینډیز د ۵۶ منډو په جوړولو سره تر نورو ښه وځلېد، خو سریلانکا ته ربادا تر نورو زیاتې درې ویکټې واخیستې.
مقابل کې یې سویلي افریقا لوبډلې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸ اورونو کې ۱۳۲ منډې جوړې کړې وې، چې باران شو او لوبه تر پایه ترسره نه شوه.
پایله کې د ډي اېل میتود له مخې باید افریقا لوبډلې دا وخت ۹۵ منډې جوړې کړی وی، خو له دې یې هم زیاتې کړې وې او لوبه د ۴۱ منډو په توپیر د سویلي افریقا لوبډلې په ګټه تمام شوه او په دې سره یې سریلانکا ته کلین سویپ ماتې ورکړه.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د راتلونکې سه شنبې په ورځ پیل شي.
خبریال: نصرت الله عمرزی