کرکټ:بند امیر ښامارانو لوبډلې هم پایلوبې ته لار ومونده

د شپږیزې لیگ وروستۍ نیمه پایلوبې کې بند امیر ښاماران او کابل بازانو لوبډلې سره لوبه وکړه چې دغې لوبې کې کابل بازان په ۱۴ منډو ماتې وخوړه.

کابل بازانو لوبډلې د لوبې پچې گټلو سره د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بند امیر ښامارانو د یو شمېر لوبغاړو ښه توپ وهنې سره ټاکل شوو شلو اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

بند امیر ښامارانو لپاره حضرت الله په ۴۳ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۸ او شاهدالله په ۳۹ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

نجیب الله ځدران دغې لوبې کې په یوازې ۱۶ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۹ چټکو ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

کابل بازانو لپاره فرید احمد ۲ او کریم صادق یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د کابل بازانو لوبډلې د ذیشان مقصود ښه توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې.

کابل بازانو لپاره ذیشان مقصود په ۵۱ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۱ او کریم صادق په ۱۸ توپونو د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

بند امیر ښامارانو لوبډلې لپاره یوازې راشد خان یوه وېکېټه واخیسته.

نجیب الله ځدران پیاوړې او چټکې توپ وهنې له امله د دغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.