کرکټ:د نبي اړوند میلبورن لوبډلې بېګ باش سیالیو کې دویمه لوبه هم وګټله

د استرالیا بېګ باش شل اوریزه کرکټ سیالیو په شپږمه لوبه کې د محمدنبي عیسی خېل اړوند میلبورن رینګیډز لوبډلې د بریسبین هیټ لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې خپله دویمه لوبه هم وګټله.

لومړی توپ بریسبین هیټ لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په زیان میلبورن لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې الیکس روس ۴۸ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې.

میلبورن لوبډلې یاد هدف ۱۸،۴ اورونو کې د درې لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په شتون وګټله.

توپ وهنه کې ټام کوپر ۵۲ او کامرون وایټ ۵۱ منډې وکړې.

نبي عیسی خېل د میلبورن لوبډلې په ګټه دوه اورونو کې کمې ۱۴ منډې ورکړې خو کومه ویکټه یې وانه خیسته.

د دې سیالیو په لړ کې اوومه لوبه یې د ډیسمبر په ۲۶مه نیټه د پیر سکورچرز او میلیبورن سټارس لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

نصرت الله عمرزی