کرکټ:د پاکستان سوپرلیګ پنځمه لوبه کوېټه ګلیډیټورس لوبډلې وګټله

د پاکستان شل اوریزه تجاراتي سوپرلیګ کرکټ سیالیو پنځمه لوبه کې لاهور کلندرز لوبډلې کوېټه ګلیډیټورس لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلو شلو اورونو کې د ۱۲۰ منډو هدف ورکړ.

برینډن میک کلم ۳۰ او سونیل نارین ۲۸ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې.

کوېټه ګلیډیټورس لوبډلې یاد هدف د یو لوبغاړي په زیان سره ۱۴ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د ۹ لوبغاړو او ۳۶ توپونو په شتون کې وګټله.

توپ وهنه کې شین واټسن ۶۶ او اسد شفیق ۳۸ منډې وکړې.

د دې لوبې غوره لوبغاړی محمد نواز وټاکل شو،چې په څلور اورونو کې یې د ۴ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.

د دې سیالیو په څلورمه لوبه کې پیښور زلمي لوبډلې اسلام آباد یونایټیډ لوبډلې ته په ۳۴ منډو ماتې ورکړې وه.

په دې لیګ کې نن هم دوه لوبې ترسره کیږي،چې د ماذیګر ۴ بجې به ملتان سلطانز لوبډله د اسلام آباد یونایټیډ او د شپې اته نیمې بجې به د پیښور زلمي د کراچۍ کینګز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

نصرت الله عمرزی