کرکټ:کابل بازانو د بست ساتونکو ته په پنځو ویکېټوماتې ورکړه

 

د شپږیزې لیگ منځلوبې کې کابل بازان او د بست ساتونکي سره مخامخ شول. دغې لوبې کې کابل بازانو لوبډلې د بست ساتونکي لوبډلې ته په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

د بست ساتونکي لوبډلې د لوبې پچې گټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د بست ساتونکي لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د گلبدین نایب نیمه سلیزې په مرسته ۱۳۱ منډې جوړې کړې.

بست ساتونکو لپاره گلبدین نایب په ۲۹ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

کابل بازانو لوبډلې لپاره عبدالله مزاري، کریم جنت، کریم صادق او سید عبدالله دوه دوه وېکېټې واخیستې.

ځوابي توپ وهنې کې کابل بازانو لوبډلې ټاکل شوی هدف ۱۹٫۴ اورونو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

کابل بازانو لپاره اصغر ستانکزی په ۲۸ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۹ او ذیشان مقصود په ۳۴ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۴ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د بست ساتونکي لوبډلې لپاره مجیب، ضیاءالرحمن، شاپور ځدران، جيوان مېنډېس او گلبدین نایب یوه یوه وېکېټه واخیسته.

دغې لوبې گټلو سره کابل بازانو لوبډلې نیمه پلوبې ته لار ومونده.

د شپږیزې لیگ دوهمه نیمه پایلوبه به سبا د کابل بازانو او بند امیر ښامارانو ترمنځه ترسره شي. د دغې لوبې گټونکی به پایلوبه د مس عینک اتلانو په وړاندې چې له وړاندې څخه يي پایلوبې ته لار موندلې ترسره کړي.