کرکټ: آمو زون لوبډلې د بُست زون لوبډلې د ۷۵ منډو په توپیر له ماې سره مخ کړه

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو کرکټ سیالیو ۲۲مه لوبه آمو لوبډلې د ۷۵ منډو په توپیر وګټله.

دې لوبه کې لومړی وار توپ وهنه آمو لوبډلې وکړه او ټوله لوبډله یې په ۱۵۱ منډو وسوځېده.

بُست لوبډلې خپل لومړي وار توپ وهنه کې ۲۴۵ منډې وکړې.

آمو لوبډلې خپل دویم وار توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۵۸ منډې وکړې، چې د بُست لوبډلې څخه یې ۱۶۴ منډې زیاتې شوې او د ۱۶۵ منډو هدف یې ورکړ.

بُست لوبډله د دې کم هدف ترلاسه کولو کې هم پاتې راغله؛ او ټوله لوبډله یې د شرف الدین اشرف د ښې توپ اچونې په مرسته په ۸۹ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۷۵ منډو په توپیر وبایلله.

دې لوبه کې شرف الدین اشرف لومړۍ پاڼۍ کې درې، دویمه پاڼۍ کې یې ۷ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا لوبه په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

نصرت الله عمرزی