کرکټ: آمو زون لوبډلې د مس عینک زون لوبډله ماته کړه

د مس عینک او آمو لوبډلو ترمنځ لوبه کې آمو لوبډلې خپل لومړي وار توپ وهنه کې ۱۷۸ منډې وکړې.

مس عینک لوبډله هم لومړي وار توپ وهنه کې د شرف الدین د ښې توپ اچونې له امله ښه ونه ځلېده او ۹۱ منډې یې وکړې.

آمو لوبډلې دویم وار توپ کې ۱۸۸ منډې وکړې او مس عینک ته یې د ۲۷۶ منډو هدف ورکړ.

مس عینک لوبډله له هدف وړاندې په ۱۸۷ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۸۸ منډو په توپیر وبایلله.

دې لوبه کې شرف الدین اشرف د ۷ ویکټو په اخستو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

بله لوبه کې بُست لوبډلې سپین غر لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ.

سپین غر لوبډلې یاد هدف د ۴ ویکټو په زیان سره پوره او لوبه یې په ۶ ویکټو وګټله.

دې لوبه کې طارق ستانکزی د ۲۹ ناسوځېدلو منډو او ۶ ویکټو په اخستو سره تر نورو ښه وځلېد او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د کابل او بند آمیر ترمنځ د لوبې پایله به سبا معلومه شي.

نصرت الله عمرزی