کرکټ: ارمان د ویرات کوهلي په ویکټ اخېستو خپل ارمان پوره کړ

افغان ګوګلي توپ اچونکي راشد خان د تیرې شپې لوبه کې ویرات کوهلي په ۱۲ منډو کلین بولډ کړ او په کرکټ کې هغه ارمان چې ده درلود پوره یې کړ.

راشد موده وړاندې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وه، چې ای بي ډیولرز او د ویرات کوهلي سوځول یې ارمان دی، نوموړي د آر سي بي خلاف له دې وړاندې لوبه کې هم ډیویلرز سوځولی وو او تېره شپه یې هم اوټ کړ.

په دې لوبه کې آرسي بي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یې حیدرآباد لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې ډیویلرز ۶۹ او مُعین علي ۶۵ منډې وکړې.

د سنرایزر حیدرآباد لپاره راشد خان تر نورو ښه توپ اچونه وکړه.

څلور اورونو کې یې د ۲۷ منډو په ورکولو سره د ویرات کوهلي، ډیویلرز او مُعین علي درې غټې ویکټې ترلاسه کړې.

حیدرآباد لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، ټولو اورونو کې یې د درې لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې ۲۰۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۴ منډو په توپیر وبایلله.

کین ویلیمسن ۸۱ او منیش پنډي ۶۲ منډې وکړې.

آر سي بي لوبډله له ۱۳ لوبو څخه د ۶ په ګټلو سره د جدول پنځم مقام ته پورته شوه، که په خپله راتلونکې لوبه کې یې په ښه توپیر راجستان لوبډلې ته ماتې ورکړه دویم پړاو ته د تګ چانس یې شته.

د دې سیالیو په لړ کې نن ماښام ۷ بجې د چینای سوپر کینګز لوبډله د ډیلي ډایر ډیویلز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

خبریال : نصرت الله عمرزی