کرکټ: استرالیا له هند څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

استرالیا کرکټ ملي لوبډلې په پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې هندوستان ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه او لوب لړۍ یې ترې وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستۍ لوبه کې استرالیا لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه.

پوره ۵۰ اورونو کې یې د عثمان خواجه په ښې توپ وهنې سره د ۹ لوبغاړو په سوځېدو هند لوبډلې ته ۲۷۳ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې خواجه د ۱۰۰ او او هنډسکومب د ۵۲ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.

هند ته توپ اچونه کې بونیشور کومار ۳، محمد شمي او جدیجا دوه دوه ویکټې واخیستې.

مقابل کې یې د هند ټوله لوبډله ۵۰ اورنو کې په ۲۳۷ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۳۵ منډو په توپیر سره وبایلله.

رهیت شرما ۵۶، بونیشور کومار ۴۶ او جدف ۴۴ منډې وکړې، خو استرالیا ته زیمپا ۳، کومینز، ریچارډسن او سټواینیز دوه دوه ویکټې واخیستې.

په دې بریا سره استرالیا لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ درې د دوه پر وړاندې وګټله.

د دې لوبې او ټول سیریز غوره لوبغاړی عثمان خواجه وټاکل شو.

دا سیالۍ د هند په کوربه توب ترسره شوې.

خبریال: نصرت الله عمرزی