کرکټ: استرالیا لوبډلې پاکستانۍ لوبډله یو ورځنیو لوبو کې کلین سویپ کړه

استرالیا کرکټ ملي لوبډلې په پنځمه یا ورستۍ یو ورځنۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه او په دې سره یې کلین سویپ کړه.

استرالیا لوبډلې به دې لوبه کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۳۲۸ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې خواجه ۹۸، ګلین مکسوېل ۷۰، مارش ۶۱ او آرون فنچ ۵۳ منډې وکړې؛ خو پاکستان ته عثمان شینواري ۴ او جناید خان درې وېکټې واخېستې.

مقابل کې یې پاکستانۍ لوبډلې که څه هم ښه توپ وهنه پېل کړې وه؛ خو بیا هم ونه توانېده، چې هدف ته ځان ورسوي.

ټولو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۷ منډې وکړې، لوبه یې د ۲۰ منډو په توپیر وبایلله او کلین سویپ شوه.

پاکستان ته حارث سوهېل ۱۳۰، شان مسعود او عماد وصیم ۵۰-۵۰ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ګلېن مکسویل او د ټول سیریز غوره لوبغاړی آرون فینچ وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربه توب متحده عربي اماراتو کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره شوه، چې ټولې لوبې یې استرالیا لوبډلې وګټلې.

استرالیا په همدې سفر کې له دې وړاندې هند لوبډلې ته په خپله کور کې د پنځو یو ورځنیو لوبو څخه په درېیو کې ماتې ورکړې وه او لړۍ یې ګټلې وه.

خبریال: نصرت الله عمرزی