یکشنبه , 28 اپریل 2024

کرکټ: استرالیا لوبډلې پاکستان ته دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه

پاکستان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه او پوره ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره استرالیا ته د ۲۸۵ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې محمد رضوان ۱۱۵ او شعیب ملک ۶۰ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

استرالیا لوبډلې د آرون فینچ په ښې توپ وهنې سره یاد هدف د دوه لوبغاړو په زیان سره ۴۸م اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.

آرون فینچ ۱۵۳ ناسوځېدلې او خواجه ۸۸ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی فینچ وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربه توب متحده عربي اماراتو کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کیږي، چې لومړۍ لوبه یې هم استرالیا لوبډلې ګټلې وه.

خبریال: نصرت الله عمرزی