کرکټ: اسټرالیا انګلستان ته د ۳۹۸ منډو هدف ورکړ

اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې په روانې لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان ته د ۳۹۸ منډو هدف ورکړی.

اسټرالیا لوبډله لومړي وار توپ وهنه کې په ۲۸۴ منډو اوټ شوه؛ خو انګلستان خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۷۴ منډې وکړې.

اسټرالیا په دویمه پاڼۍ کې ښه وځلېده او د ۷ لوبغاړو په سوزېدو سره یې ۴۸۷ منډې وکړې؛ چې په دې سره یې انګلستان لوبډلې ته د ۳۹۸ منډو هدف ورکړ.

انګلستان لوبډلې هدف ته د ځان رسولو په موخه ۱۳ منډې جوړې کړي او کوم لوبغاړی یې نه دی سوزېدلی.