کرکټ: افغانستان د تاریخ په پاڼو کې د ثبتیدو وړ لوبه وګټله.

نن د ۲۰۱۵ نړیوال جامو سیالیو په لړ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د سکاټلنډ د ملي لوبډلې ترمنځ لوبه ترسره شوه.

پچه افغان ټیم وګټله او مقابل ټیم ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې سکاټلنډیانو په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۱۱ منډې هدف وټاکه.

وروسته افغانستان توپ وهنه پيل کړه، په لومړیو کې افغان شروع کوونکو توپوهونکو جاوید احمدي او نوروز منګل ښه توپ وهنه وکړه، له دوی وروسته جاوید احمدي او سمیع الله شینواري ملګرتیا وکړه، چې بلاخره جاوید احمدي هم په ۵۴ منډو کولو اوټ شو.

له دوی وروسته ویکټې پرلپسې ولویدې، خو وروستیو لوبغاړو دولت ځدران، حمید حسن او شاپور ځادران ښه لوبه وکړه او له سمیع الله سره یې له ملګرتیا وروسته یې لوبه وګټله.

سمیع الله شینواري ۹۶ منډې وکړې او وسوځید، حمید حسن ۱۵ او شاپور ځدران چې په وروستۍ څلوریزه یې لوبه وګټله ۱۲ منډې جوړې کړې او دې سره افغان لوبډلې په خپله بریا دغه لوبه پای ته سرته ورسوله.

د یادولو ده، چې د هیواد بهر او د ننه په ځانګړي ډول جلال اباد ښار کې د ډیرو خوشحالیو له امله اوسیدونکي ښار ته وتلي اوس هم په ډولونو او اتڼونو سره د کرکټ بریا لمانځي.