کرکټ: افغانستان سبا شنبه نړیوال جام کې له استرالیا سره مخ کېږي

د ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې سبا مازګر پنځه بجې له استرالیا لوبډلې سره مخ کېږي.

افغان لوبډلې د دغې سیالیو لپاره په سویلي افریقا کې تمرینات وکړل او له تمریناتو وروسته ورته یوه پیاړوې لوبډله غوره شوه.

د نړیوال جام له پېل وړاندې افغان لوبډلې دوه تمریناتي لوبې یوه له پاکستان او یوه یې له کوربه انګلستان لوبډلې سره وکړه، چې پاکستان ته یې په درې ویکټو ماتې ورکړه؛ خو له انګلستان نه یې ماتې وخوړه.

دا دویم ځل دی چې افغان لوبډله په پنځوس اوریز نړیوال جام کې ګډون کوي.

په تېر ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې یې هم ګډون دلود، چې سکاټلېنډ لوبډلې ته یې پکې ماتې ورکړه؛ خو له بنګله دېش، سریلانکا، استرالیا، نیوزېلېنډ او انګلستان څخه یې ماتې خوړلې وه.

افغان لوبډلې له استرالیا سره دوه ۵۰ اوریزې لوبې ترسره کړي، چې دواړه استرالیا لوبډلې ګټلي دي.

خبریال: نصرت الله عمرزی