کرکټ: افغانستان له ایرلینډ سره دوه نړیوالې لوبې کوي

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلینډ کرکت ملي لوبډلو ترمنځ د دوه یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ۸ ورځې وروسته پېل شي.

دواړه لوبډلې به لومړۍ لوبه د مۍ په ۱۹مه او دویمه لوبه به په ۲۳مه نېټه ترسره کړي.

دا لوبې د ایرلینډ په کوربه توب په بلفاسټ لوبغالي کې کېږي.

له دې وړاندې افغان لوبډلې له سکاټلېنډ سره هم دوه لوبې درلودې چې یوه یې د باران له امله لغوه او بله لوبه افغان لوبډلې د ډي اېل میتود له مخې په دوه منډو وګټله.

له ایرلینډ وروسته به افغان لوبډله نړیوال جام ته د ښه چمتوالي په موخه له پاکستان او د نړیوال جام کوربه انګلستان لوبډلې سره هم یوه یوه تمریناتي لوبه وکړي.

نړیوال جام ۱۹ ورځې وروسته د روانې مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه د انګلستان او سویلي افریقا په لوبې سره پیلږي او د جولای تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.

خبریال: نصرت الله عمرزی