کرکټ: افغانستان له ایرلینډ سره سبا جمعه ټېسټ لوبه پیلوي

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه سبا د سهار په ۸ نیمو بجو پیلیږي.

افغان او ایرلینډ لوبډلې په ۲۰۱۷ کال د کرکټ له نړیوالې شورا څخه بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چې تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه یوه لوبه کړې ده.

افغان لوبډلې هندوستان ته بایللې او ایرلینډ لوبډلې پاکستان ته بایللې ده.

دا لوبه د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په راجیو ګندي لوبغالي کې ترسره کیږي.

د دې سیالیو جام د افغانستان د تاريخي ابدې (د جام څلي) په څېر جوړ شوی دی.

خبریال: نصرت الله عمرزی