کرکټ: افغانستان لومړۍ لوبه بنګلدیش ته وبایلله.

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ سیالۍ د بنګلدیش هیواد ته وبایلله.
لومړی توپ وهنه د بنګلدیش هیواد وکړه، چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې افغانستان ته ۲۶۸ منډې هدف وټاکه.
د بنګلدیش له طرفه مشفق الرحیم تر ټولو ډیرې ۷۱ منډې جوړې کړي.
وروسته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې خپله لوبه پیل کړه، چې په لومړیو ۳ اورونو کې یې ۳ لوبغاړي وسوځیدل.
له څو اورو وروسته لوبه د نوروز منګل او سمیع الله شینواري ترمنځ ښه روانه وه، خو بلاخره نوروز هم اوټ شو.
بیا محمد نبي او نجیب ځدران ترمنځ ملګرتیا ښه روانه، کله چې نجیب الله ځدران هم اوټ شو، نو ورپسې پاتې لوبغاړي ټول ۴۳ اور کې د ۱۶۲ منډو په کولو سره وسوځیدل او له دې سره سیالي ۱۰۶ منډو په توپیر بنګلدیش وګټله.
د یادولو ده، چې له دې وروسته هم افغانستان بله سیالي د سرلاینکا سره لري.