کرکټ: افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې له درې یو ورځنیو لوبو لړۍ څخه په لومړۍ لوبه کې ایرلینډ ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.

دې لوبه کې ایرلینډ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره افغان لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې پوره ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلنډ ته د ۲۲۸ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې ګلبدین د ۶۴ او هشمت الله شهیدي د ۵۴ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.

حضرت الله ځاځي دې لوبه کې ۱۴ منډې وکړې او دا یې لومړۍ نړیواله ۵۰ اوریزه لوبه وه.

د ایرلینډ لپاره ټیم مورتاغ ۴ او رانکینګ ۳ لوبغاړي وسوځول.

ایرلینډ لوبډله له هدف وړاندې ۴۹م اور کې په ۱۹۸ منډو وسوځېده او لوبه یې په ۲۹ منډو افغان لوبډلې ته وبایلله.

توپ اچونه کې افتاب عالم، محمد نبي او راشد خان دوه دوه، ګلبدین نائب او مجیب الرحمن یو لوبغاړی اوټ کړل.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ۵۰ اوریزه لوبه یې سبا چهار شنبه ماسپښین دوه نیمې بجې پیلیږي.

خبریال: نصرت الله عمرزی