افغان کرکټ ملي لوبډله نن له ایرلینډ سره د درې شل اوریزو او درې ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ پیلوي.
دا سیالۍ د ایرلینډ په کوربه توب ترسره کیږي او لومړۍ شل اوریزه لوبه یې نن ماښام ۷ نیمې بجې پیلیږي.
افغانستان او ایرلینډ دواړه پیاوړې او یو له بله سره سرسختې سیالۍ ترسره کوي.
دواړو لوبډلو په ۲۰۱۷ کال کې په یوه ورځ د کرکټ له نړیوالې شورا څخه بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
له ۲۰۱۰ څخه یې تر دې دمه په خپلو کې ۱۰ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۷ افغانستان او درې ایرلینډ لوبډلې ګټلي دي.
همدارنګه یې ۱۷ پنځوس اوریزې لوبې هم ترسره کړي، په دې کې ۹ ایرلینډ او ۸ افغانستان ګټلي.
د یادولو ده، چې افغان لوبډله د دې سیالیو د پوره چمتوالي په موخه څو ورځې وړاندې انګلستان ته تللې وه او هلته یې خپل تمرینات وکړل.
خبریال: نصرت الله عمرزی