کرکټ: افغان لوبډلې د اماراتو ټیم له ماتې سره مخ کړ.

د ۲۰۱۵ کال نړیوال یو ورځینیو سیالیو په ترڅ کې افغانستان نن دویمه دوستانه لوبه له عربي متحده اماراتو سره ترسره کړه، چې په پایله کې یاده لوبډله وړاندې له دې چې هدف پوره کړې وسوځوله.

لومړی پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه، چې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره  ۳۰۸ منډې جوړې کړې او اماراتو ته یې ۳۰۹ منډې هدف وټاکه.

په دغه لوبه کې سمیع الله شینواري په ۵۸ توپونو ۸۰، نجیب الله ځدران په ۳۹ توپونو ۴۶ او محمد نبي په ۳۰ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې. میرویس اشرف نننۍ لوبه کې په ۱۷ توپونو ۳۴ منډې جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

ورپسې د اماراتو لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، چې په پای کې یې د ۲۹۴ منډو په کولو سره ټول لوبغاړي وسوځیدل او بریا د افغان کرکټ ملي ټیم وګټله.

باید وویل شي، چې افغان لوبغاړي نن د توپوهنې ترڅنګ په توپ اچونه کې هم ښه وځلیدل، چې افتاب عالم درې او محمد نبي دوه ویکټې واخیستې.

 افتاب عالم خپل ۶.۳ اورونو کې ۴۳ او محمد نبي خپل ۱۰ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې.