د افغانستان معلولینو لوبډلې په نړیوال جام کې خپله څلورمه لوبه هندوستان ته وبایلله.
د معلولینو د نړیوال جام سیالۍ په انګلستان کې ترسره کېږي افغانستان په لومړي پړاو کې خپل وروستۍ لوبه کې یې له هند ماتې وخوړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې افغان لوبډلې په دې لوبه کې هند ته د ۸۱ منډو هدف ورکړ.
هند لوبډلې د پنځو ویکټو په زیان سره هدف پوره کړ لوبه یې وګټله.
افغان لوبډلې له دې وړاندې، بنګله دېش، پاکستان او انګلستان ته ماتې ورکړې وې.
د افغانستان د معلولینو لوبډله به پای لوبې ته د لار موندنې په پار د دې سیالیو د وروستي مقام لرونکې لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.