کرکټ: افغان ۱۹ کلنو اسیا جام کې هند ته ماتې ومنله

افغان لوبډلې د ۱۹ په اسیا جام سیالیو کې له دوه بریاوو وروسته خپله درېمه لوبه هند لوبډلې ته وبایلله.

هند ۱۹ کلنو لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه، ۴۶م اور کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول او افغان لوبډلې ته یې د ۲۲۲ منډو هدف ورکړ.

د هند لپاره جای سوال ۹۲ او بدوني ۶۵ منډې وکړې.

د افغان ۱۹ کلنو له لوري قیس احمد او عضمت الله عمرزي درې درې، عابد محمدي دوه، عبدالرحمن او ریاض حسن یوه یوه ویکټ واخېسته.

افغان لوبډله د هدف په پوره کولو ونه توانېده، ټول لوبغاړي یې ۴۶م اور کې په ۱۷۰ منډو اوټ شول او لوبه یې د ۵۱ منډو په توپیر وبایلله.

ریاض حسن ۴۷ او رحمن الله ګربز ۳۷ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

د هندوستان لپاره دیسای ۴ او هارش تیاګي درې ویکټې واخیستې.

افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو او نیپال ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو نیمه پای لوبې له وړاندې لار موندلې وه.

په الف ګروپ کې افغان او هند لوبډلې او په ب ګروپ کې سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو د دې سیالیو نیمه پای لوبې ته ووتې.

افغان لوبډله به نیمه پای لوبه کې له سریلانکا سره او هند لوبډله له بنګله دېش سره مخ شي.

تېر کال پای لوبه کې افغانستان، پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه، خو سږ کال پاکستان لوبډله په ګروپي پړاو کې له دې سیالیو بهر شوه.

نصرت الله عمرزی