کرکټ: افغان ۱۹ کلنو څلور اړخیز سیریز کې درېیم مقام بایلود

د هندوستان په کوربه توب په څلور اړخیز سیریز کې افغان ۱۹ کلنو لوبډلې څلور لوبې وکړې او ټولې یې وبایللې.

افغان لوبډلې په یادو سیالیو کې له سویلي افریقا سره په درېیم مقام لوبه ترسره کړه، چې سویلي افریقا لوبډلې پوره ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۳۲ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان ټول لوبغاړي ۴۵ اورونو کې په ۱۷۶ منډو اوټ شول او لوبه یې د ۵۵ منډو په توپیر وبایلله او په یادو سیالیو کې تر ټولو وروستۍ شوه.

دا سیالۍ د هند په کوربه توب وشوې، چې د هند ب لوبډله پکې لومړۍ د هند الف لوبډله پکې دویم او سویلي افریقا لوبډلې پکې درېیم مقام خپل کړ.

خبریال: نصرت الله عمرزی