کرکټ: انګلستان له سریلانکا د درې ټېسټ لوبو لړۍ وګټله

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه سریلانکا لوبډلې ته په دویمه ټېسټ لوبه کې په ۵۷ منډو ماتې ورکړه او سیریز یې په خپل نوم کړ.

انګلستان لوبډلې په دې لوبه کې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۹۰ منډې وکړې، سریلانکا لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې ښه وه او ۳۳۶ منډې جوړې کړې.

انګلستان لوبډلې دویمه پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې وکړې او په دې سره یې سریلانکا ته د ۳۰۱ منډو هدف ورکړه.

سریلانکا لوبډله د هدف ترلاسه کولو نه وړاندې په ۲۴۳ منډو اوټ شوه او لوبه یې وبایلله.

د انګلستان لوبډلمشر جوی روټ په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴ او په دویمه پاڼۍ کې یې د ۱۲۴ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

لومړۍ ټېسټ لوبه انګلستان د ۲۱۱ منډو په توپیر ګټلې وه.

ټاکل شوې درېیمه ټېسټ لوبه یې د روانې نومبر میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل شي.

خبریال : نصرت الله عمرزی