د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په څلورمه لوبه کې پاکستان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۴۱ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې بابرعظم ۱۱۵، محمد حفیظ ۵۹ او فخر زمان ۵۷ منډې وکړې؛ خو انګلستان کې کورن ۴ او مارک ووډ دوه ویکټې واخېستې.
که څه هم هدف ستر وو؛ خو د جیسن روي په ښې توپ وهنې سره انګلستان لوبډلې ۵۰م اور کې د اووه لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او په دې سره یې لوب لړۍ وګتله.
جیسن روۍ ۱۱۴ او بین سټوکس ۷۱ تر نورو زیاتې منډې وکړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ له څلور لوبو څخه یې درې لوبې انګلستان وګټلې او یوه لوبه یې د باران له امله لغوه شوې وه.
ټاکل شوې وروستۍ لوبه یې سبا یکشنبه ترسره شي.
خبریال: نصرت الله عمرزی