کرکټ: انګلستان لوبډله په ټېسټ لوب لړۍ کې هم په سریلانکا برلاسې شوه

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې له سریلانکا سره د درې ټېسټ لوبو لړۍ هم په بریالیتوب سره پیل کړه.

انګلېنډ لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې لومړی وار توپ وهنه کې ۳۴۲ منډې وکړې، سریلانکا لوبډله په خپله اوله پاڼۍ توپ وهنه کې په ۲۰۳ منډو اوټ شوه.

انګلېنډ لوبډلې دویم وار توپ وهنه کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۲ منډې وکړې او سریلانکا ته یې د ۴۶۲ منډو هدف ورکړ.

سریلانکا لوبډله په ۲۵۰ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۲۱۱ منډو په توپیر سره وبایلله.

له دې وړاندې انګلستان لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لوبو او یوه شل اوریزه لوبه هم سریلانکا ګټلې وه.

که څه هم دا سیالۍ د سریلانکا په کوربه توب ترسره کیږي، خو بیا هم انګلستان پر وړاندې ښه نه شي ځلېدی.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل شي.

خبریال : نصرت الله عمرزی