کرکټ: انګلستان لوبډلې ایرلینډ ته ماتې ورکړه

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په یواځنۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې ایرلینډ ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې ایرلینډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۹ منډو هدف ورکړ.

انګلستان لوبډلې یاد هدف د ۶ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د ایرلینډ په کوربه توب همدا یوه لوبه پلان شوې وه.

انګلستان او ایرلینډ له ۲۰۰۶ کال څخه تر دې دمه ټولې ۱۰ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې اته لوبې انګلستان، یوه ایرلینډ ګټلې او یوه لوبه یې بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

نصرت الله عمرزی