د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ۵۰ اوریزه لوبه د ۱۲ منډو په توپیر د انګلستان په ګټه پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې انګلستان لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۳۷۴ منډو هدف ورکړ.
جاس بټلر ۱۱۰ ناسوځېدلې، جېسن روۍ ۸۷ او مورګن ۷۱ د پام وړ منډې وکړې.
مقابل کې یې که څه پاکستان ته فخر زمان ښه توپ وهنه وکړه؛ خو بیا هدف ته ونه رسېدل.
ټولو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۷ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۲ منډو په توپیر وبایلله.
فخر زمان ۱۳۸، بابرعظم او اصف علي ۵۱-۵۱ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی جاس پټلر وټاکل شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د انګستان په کوربه توب د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ روانه ده، چې لومړۍ لوبه یې د باران له امله لغوه شوې وه او درېیمه لوبه به یې راتلونکې سه شنبه ترسره شي.
خبریال: نصرت الله عمرزی