کرکټ: انګلنډ سکاټلنډ هیواد ته په ۱۱۹ منډو ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالیو کې نن د سکاټلنډ او انګلستان د لوبډلو ترمنځ لوبه په نیوزلینډ کې ترسره شوه، چې لوبه د انګلستان لوبډلې وګټله.

پچه لومړی سکاټلنډي کپټان وګټله او مقابل ټیم ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، د انګلستان توپ وهونکو په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره ۳۰۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۳۰۴ منډې هدف وټاکه.

وروسته سکاټلنډي توپ وهونکو توپ وهنه پیل کړه او په ۴۳ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره یې ۱۸۴ منډې جوړې کړي، چې په دې سره انګلند دغه لوبه په ۱۱۹ منډو سره وګټله.

له دې وړاندې هم سکاټلنډ یوه لوبه نیوزلنډ ته بایللې وه.

د یادولو ده، چې د راتلونکې پنج شنبې په ورځ به افغانستان له سکاټلنډ سره خپله دریمه سیالي ترسره کړي.