کرکټ: ایرلینډ به له پاکستان سره خپله لومړۍ تاریخي ټیسټ لوبه سبا پیل کړي.

ایرلینډ به د کرکټ په تاریخ کې خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه سبا له پاکستان سره پیل کړي.

ایرلینډ او افغانستان تېر ۲۰۱۷م کال کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

د کریکنفو ویب پاڼې د معلوماتو د ایرلینډ او پاکستان ترمنځ د ایرلنډ لپاره دا تاریخي لوبه به سبا جمعه د ایرلینډ په کوربه توب د افغانستان پروخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پېل شي.

ایرلینډ او پاکستان تر دې دمه ۷ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۵ پاکستان یوه ایرلینډ او یوه یې بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

دواړو لوبډلو ۲۰۰۹م کال کې یوه شل اوریزه لوبه هم ترسره کړې، چې پاکستان ګټلې ده.

نصرت الله عمرزی