دا سیالۍ د کابل، سپین غر، آمو، بُست، مس عینک او بند آمیر زونونو لوبډلو ترمنځ د کابل، کنړ، غازی امان الله خان او خوست کرکټ لوبغالو کې ترسره شوې، چې هرې لوبډلې لس لس سیالۍ وکړې.
پای لوبې ته یې بند آمیر لوبډلې له لسو څخه د شپږ په ګټلو او امو له لسو څخه په څلور لوبو او ۱۳۲ نمرو اخیستو سره لار وموندله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پای لوبه به د روانې مې میاشتې په شپږمه نېټه په کندوز کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
ودان مینوال