کرکټ: بند آمیر زون لوبډله د دوهم ځل لپاره هم د فرسټ کلاس سیالیو اتله شوه

د دویم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ کرکټ سیالۍ، چې د شپږ زونونو ترمنځ د مارچ له لومړۍ نېټې پیل شوې وې نن شنبه د بند آمیر زون په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د کابل، سپین غر، بُست، آمو، بند آمیر او مس عینک زونونو لوبډلې وې، چې پای لوبې ته یې بند آمیر او آمو زون لوبډلو لار پیدا کړه.

پای لوبه په کندهار لوبغالي کې ترسره شوه.

د کریکنفو ویب پاڼې د معلوماتو لمخې دې لوبه کې لومړی وار توپ وهنه آمو لوبډلې وکړه او ټول لوبغاړي یې په ۲۸۰ منډو اوټ شول.

بند آمیر لوبډلې خپل لومړي وار توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۷ منډې کړې وې.

آمو لوبډلې دویم وار توپ وهنه کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۲۰ منډې وکړې او بند آمیر لوبډلې ته یې ۲۹۴ منډو هدف ورکړ.

بند آمیر لوبډلې د ۵ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۰ منډې جوړې کړې وې، چې د لوبې ټاکلی وخت پای ته ورسېد او لوبه مساوي شوه.

خو د ګټې او اتلولۍ جام بند آمیر لوبډلې ته په دې اساس ورکړل شو، چې په لومړي وار توپ وهنه کې یې له آمو لوبډلې زیاتې منډې کړې وې.

دې لوبه کې د بند آمیر لوبډل مشر ضاءالحق دواړو پاڼیو توپ وهنه کې ۱۴۴ منډې کړې وې او توپ اچونه کې یې درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په دې سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې د آمو زون لپاره لوبېدونکي لوبغاړي دروېش رسولي ۱۰۷۳ منډې کړې وې.

او د بند آمیر لپاره لوبېدونکي لوبغاړي آمیر حمزه پکې تر ټولو زیاتې ۶۷ ویکټې واخېستې.

د یادولو ده، چې د فرسټ کلاس سیالیو د تېر ځل اتلولي هم بند آمیر زون لوبډلې ګټلې وه.

نصرت الله عمرزی