کرکټ: بند امیر لوبډلې د فرسټ کلاس سیالیو کې بُست ته ماتې ورکړه

دې لوبه کې لومړی توپ وهنه بند امیر لوبډلې وکړه او خپل لومړي وار توپ وهنه کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۶ منډې وکړې.

بُست لوبډله خپل لومړي وار توپ وهنه کې د امیرحمزه د ښې توپ اچونې له امله په ۹۹ منډو وسوځېده.

بند امیر لوبډله خپل دویم وار توپ وهنه کې په ۲۲۱ منډو اوټ شوه، چې له بُست لوبډلې څخه یې ۲۸۸ منډې زیاتې شوې.

بُست لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، دویم وار توپ وهنه کې یې ټوله لوبډله په ۱۵۴ منډو وسځېده او لوبه یې د ۱۳۴ منډو په توپیره بند امیر لوبډلې ته وبایلله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی امیر حمزه وټاکل شو،چې دواړو پاڼیو توپ اچونه کې لس ویکټې واخیسې.

نصرت الله عمرزی