کرکټ: بنګلدېش له ویسټ انډیز سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم په بریا سره پیل کړه

د بنګلدېش په کوربه توب د بنګلدېش او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د کوربه بنګلدېش لوبډلې په بریا سره پیل شوه.

ویسټ انډیز لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره بنګلدېش ته د ۱۹۶ منډو هدف ورکړ.

دوی ته توپ وهنه کې تر ټولو زیاتې ۴۳ منډې شای هوپ وکړې.

بنګلدېش ته مستفیض الرحمن او مشرافي مرتضا درې درې ویکټې واخیستې.

مقابل کې بنګلدېش لوبډلې یاد هدف ۳۶م اور کې د ۵ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۵ ویکټو او ۸۹ توپونو په شتون کې وګټله.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره شوه، چې دواړه لوبې یې بنګلدېش لوبډلې وګټلې وګټلې.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه سبا سه شنبه د غرمې په ۱۱ نیمو بجو پیل شي.

نصرت الله عمرزی