کرکټ: بنګله دېش او ویسټ انډیز د درې اړخیز سیریز پای لوبې ته ووتې

د بنګله دېش، ویسټ انډیز او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیز سیریز په پنځمه لوبه کې ویسټ انډیز لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۸ منډو هدف ورکړ.

ویسټ انډیز ته شای هوپ ۸۷ او جیسن هولډر ۶۲ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

بنګله دېش ته مستفض الرحمن ۴ او مشرافي مرتضا درې ویکټې واخېستې.

بنګله دېش لوبډلې ۴۸م اور کې د ۵ لوبغاړو په زیان سره هدف پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکټو په شتون کې وګټله.

مشفیق الرحیم ۶۳، سومیا سرکار ۵۴ او محمد میتون ۴۳ منډې وکړې.

بنګله دېش لوبډلې دوه ځلې په دې سیالیو کې له ویسټ انډیز لوبې وګټلې؛ خو ویسټ انډیز لوبډلې بیا دوه ځلې ایرلینډ ته ماتې ورکړه او دواړو لوبډلو پای لوبې ته لار موندلې ده.

ایرلینډ لوبډلې په دې سیالیو یوه لوبه هم نه ده ګټلې او خپله وروستۍ لوبه به سبا له بنګله دېش سره ترسره کړي، خو ګټل یې ورته په دې سیریز کې ګټه نه رسوي.

د دې سیالیو پای لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کېږي.

خبریال: نصرت الله عمرزی