کرکټ: بنګله دېش او ویسټ انډیز نن پای لوبه کوی

د بنګله دېش، ویسټ انډیز او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیز سیریز پای لوبه نن د بنګله دېش او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

ټاکل شوې دا لوبه د ماسپښین په دوه بجو او ۱۵ دقیقو پېل شي.

دواړه لوبډلې په دې سیالیو کې دوه ځلې سره مخ شوي او دواړه لوبې بنګله دېش لوبډلې ګټلي دي.

بنګله دېش له ویسټ انډیز سره ټولې ۳۶ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي، چې ۱۳ بنګله دېش، ۲۱ ویسټ انډیز ګټلي او دوه لوبې یې بې پایلې شوي دي.

خبریال: نصرت الله عمرزی