کرکټ: بنګله دېش د درې اړخیز سیریز اتلولي وګټله

د بنګله دېش، ویسټ انډیز او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اخیز سیریز پا لوبې بنګله دېش او ویسټ انډیز لوبډلې وتلې وې.

ویسټ انډیز لوبډلې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره ۲۴ اورونو کې ۱۵۲ منډې کړې وې، چې باران شو او لوبه وځنډیده.

له باران ودرېدو وروسته بنګله دېش لوبډلې ته توپ وهنه ورکړل شوه او ۲۴ اورونو کې ورته د ۲۱۰ منډو هدف ورکړل شو.

دوی د پنځو لوبغاړو په زیان سره ۲۳م اور کې هدف ته ځان ورساوه او د درې اړخیز سیریز اتلولي یې ترلاسه کړه.

ویسټ انډیز ته توپ وهنه کې شای هوپ ۷۴ او سونیل امبریس ۶۹ منډې وکړې.

بنګله دېش ته سومیا سرکار ۶۶ او ورستیو کې موسادیک هوسین ۵۲ چټکې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په دې سیالیو کې بنګله دېش او ویسټ انډیز درې ځلې سره مخ شوې او درې واړه لوبې بنګله دېش لوبډلې وګټلې.

خبریال: نصرت الله عمرزی