کرکټ بورډ: افغانستان له ایرلینډ سره سیالیو ته پوره چمتو ده

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ۵۰ اوریزه نړیواله لوبه نن د ماسپښین په دوه بجو او ۱۵ دقیقو پېل شي.

دواړه سرختې لوبډلې دي او تر دې دمه یې په خپلو کې سره ۲۵ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۲ افغانستان او ۱۲ ایرلینډ لوبډلې ګټلي او همدارنګه یوه لوبه یې د باران له امله بې پایلې شوې ده.

په لوبو ګټلو کې سره مساوي دي او نن به یې مساوات هم مات شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه انعکاس ته وویل، چې د دې لوبو څخه موخه نړیوال جام ته لا ښه چمتوالی دی او افغان لوبډله دې سیالیو ته پوره چمتوالي لري.

فرید هوتک: (( افغان کرکټ ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له ایرلینډ سره نن او دویمه لوبه به د روانۍ مۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه ترسره کړي او له هغه وروسته به افغان لوبډله په ۲۳م د مۍ د انګلستان په لور روانه شي او هلته به په نړۍ وال جام کې ګډون وکړي.))

د یادولو ده چې له دې وړاندې افغان لوبډلې سکاټلېنډ سره هم دوه لوبې درلودې چې یوه لوبه یې د باران له امله لغوه او بله لوبه یې د ډي اېل میتود له مخې افغان لوبډلې به دوه منډو وګټله.

له ایرلینډ وروسته به افغان لوبډله له پاکستان او انګلستان لوبډلو سره هم یوه یوه تمریناتي لوبه وکړي، چې یادې تمریناتي سیالۍ به په تلویزیون هم په ژوندۍ بڼه نشر شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی