کرکټ بورډ او یونیسف د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک کړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د یونیسف نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو مخنیوي په موخه د ګډو فعالیتونو دوه کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه تړون نن په پلازمینه کابل کې د کرکټ بورډ د عمومي مشر نسیم الله دانس او د یونسیف د یو تن مسول ترمنځ لاسلیک شو.

د کرکټ بورډ چارواکي وایي، د هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري د ماشومانو حقونو او په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره مبارزه کوي.

پولیو یا ګوزڼ لاعلاجه ناروغي ده چې اوس مهال په دوه هیوادونو پاکستان او افغانستان کې شتون ولرې له نورې نړۍ ددغه ناوړه ناروغۍ ټغر ټولو شوی.