کرکټ بورډ رسنیو ته دکرکټ پوهاوي ورکشاپ برابر کړی.

دغه ورکشاپ به دراتلونکې اونۍ دوشنبې په ورځ د اپریل په 21 مه نیټه په کابل کې ترسره شي.

کرکټ بورډ وایي په پام کې لري تر څو د کرکټ په هکله د رسنیو د کارکونکو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره یو ورځینی ورکشاپ په لاره واچوي

د کرکټ بورډ دخبرپاڼې له مخې ددې ورکشاپ په ترڅ کې به یې د کرکټ بورډ ماهرو غړو لخوا د کرکټ ټولو اړخونو او ددغه سپورت کورنیو او نړیوالو لاسته راوړنو په هکله هم بشپړ معلومات ورکړل شي.