کرکټ بورډ وايي، رحمن الله ګربز به نړیوال جام کې د افغانستان د لومړۍ سیالۍ لپاره په بشپړه توګه چمتو وي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکی رحمن الله ګربز د پاکستان پر وړاندې تمریناتي سیالۍ کې د توپوهنې پر مهال په چپه پښه ولګېد چې له امله یې له سیالۍ بهر شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لوبډلې د ډاکټر او فیزیو په وینا، د رحمن الله ګربز د معایناتو پایلې نورمال دي. نوموړی به د راتلونکو دوه ورځو په ترڅ کې له بشپړې پاملرنې لاندې وي ترڅو په نړیوال جام کې د افغانستان د لومړۍ سیالۍ لپاره په بشپړه توګه چمتو شي.