د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په مالي ملاتړ د لومړي ځل لپاره د هیواد پنځو زونونو په کچه تمریناتي کمپونه په لاره واچول.
له دغو تمریناتي کمپونو څخه موخه د را روانو څلور ورځینیو سیالیو لپاره چمتووالی دی چې د ملي او الف لوبډلو لوبغاړو سربیره د زونونو په کچه غوره لوبغاړي هم په کې ونډه لري.
د دغه تمریناتي کمپ په پایله کې به په څلور ورځینیو سیالیو کې د ګډون لپاره د هر زون لخوا ټاکل شوې لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لخوا اعلان شي او څلور ورځینۍ سیالۍ به په رسمي ډول پیل شي.
د کرکټ بورډ د چاروکو په وینا: د زونونو په کچه تمریناتي کمپونو باندې د لومړي ځل لپاره په ستره کچه کار او زیار به د لوبغاړو په وده او د کورني کرکټ په جوړښت کې د پرمختیا لاملونه وي.