کرکټ: حېدر آباد لوبډلې ډیلي ته په ماتې ورکولو آی پي اېل سیالیو کې لومړي مقام ته ځان ورساوه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په ۱۶مه لوبه کې د راشدخان او محمد نبي اړوند سنرایزر حېدر اباد لوبډلې ډیلي کاپیټالس لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې ډیلي لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۰ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې شیریس آیر ۴۳ تر نورو زیاتې منډې وکړې او د راشد خان له لوري بولډ اوټ شو.

تېره شپه حېدر اباد لوبډلې بیا هم محمد نبي عیسی خېل ته د لوبېدو موقع ورکړې وه او توپ اچونه کې یې دوه ویکټې واخېستې.

بونیشور کومار او سیدرت کاول هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

راشد خان او سندیپ شرما یوه یوه ویکټ واخېسته.

مقابل کې یې حیدر اباد لوبډلې یاد هدف ته د پنځو ویکټو په زیان سره ۱۸م اور کې هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې وګټله او لومړي مقام ته یې ځان ورساوه.

جوني بیرسټو د حېدر اباد لپاره ۴۸ تر نورو زیاتې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې جمعه ماښام نن ۷ بجې رویال چلینجر بنګلور لوبډله له کلکته نایټ رایډرس سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی